په ننګرهار کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې نن سهار په جلال اباد ښار کې وسله والو د طالبانو امنیه قوماندانۍ ته څېرمه د زیبا په نامه یوه روغتیا پاله په ډزو وژلې ده.
کورنۍ یې هم تاییدوي چې پر نوموړې له کور څخه د دندې پر لور د تګ پرمهال ډزې شوې دي.
د وژل شوې روغتیا پالې کورنۍ یوه غړي نن یکشنبه د زمري ۱۱مه پر خپل فېسبوک ولیکل، چې « ترور مې نن سهار له دندې وړاندې د کلام الله تلاوت وکړ او وسله والو دندې ته د تللو پرمهال د عملې موټر کې ووژله».
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دا برید د دریو مخ پټو وسله والو له خوا شوی دی چې پر موټرسایکل سپاره ول.
سرچینو وویل:« له کور سره نژدې درې وسله وال چې پر موټرسایکل سپاره ول موټر دروي او د ډرایور پر سر تومانچه ږدي او وروسته پر زیبا پرله پسې ډزې کوي او ځای پر ځای یې وژني.»
د معلوماتو له مخې، وژل شوې روغتیا پالې له تېرو پنځلسو کالو راهیسې د ننګرهار په بېلابېلو روغتیايي مرکزونو کې د نرسې په توګه کار کړی دی.
په ننګرهار کې د طالبانو امنیتي مسوولینو د پېښې په اړه چوپتیا غوره کړې ده.
د طالبانو په راتګ سره دې ډلې مېرمنې له کار کولو منع کړې دي، خو یوازې روغتیا پالې اوس هم دندو ته د تګ اجازه لري.
طالبانو د کندهار په ګډون په ګڼو ولایتونو کې پر ښځیته ډاکټرانو او روغتیا پالانو محدودیتونه لګولي دي او له محرم پرته یې دندو ته نه پرېږدي.