امرالله صالح: په افغانستان کې د میرویس عزیزي پانګونې تخیلي دي

۵۸ دقيقې مخکې

د تېر جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح وايي، په افغانستان کې د عزیزي ګروپ د مشر میرویس عزیزي پانګونې تخیلي دي او له هېوادوالو یې غوښتي، چې له عزیزي بانک څخه خپلې پیسې وباسي څو د رسوایۍ او سقوط پر مهال پیسې یې خوندي پاتې شي.

امرالله صالح په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، میرویس عزیزي له ۲۰۲۴ کال راهیسې په افغانستان کې د ۲۱ میلیارده ډالرو په ارزښت د پانګونو ژمنه کړې، خو لا تر اوسه هېچا هم د هغه د ۲۰ میلیونه ډالرو پانګونه نه ده لیدلې او په وینا یې د پانګونې په نوم هېڅ هم نشته.

نوموړي ادعا کړې، که جمهوري نظام پر خپل ځای وای، نو اوس به میرویس عزیزي په زندان کې وای. صالح همداراز ویلي، چې زلمي خلیلزاد د جمهوري نظام د رانسکورولو لپاره ډېر شخصي او رسمي پټ دلیلونه درلودل او یو یې هم د عزیزي ژغورل وو او په وینا یې که چېرې په ريښتیني توګه د عزیزي بانک تفتیش وشي، نو دغه بانک به له افلاس سره مخ شي او په فساد کې به یې د خلیلزاد نقش هم په ډاګه شي.

امرالله صالح همداراز ادعا کړې، چې په تېر نظام کې یې له میرویس عزیزي سره کتلي او په وینا، یې میرویس عزیزي هڅه کوله چې پرې لګېدلي جرمي تورونه پر مدني مواردو بدل کړي، خو هغه د میرویس عزیزي د جرمونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي او په دې اړه یې هم وضاحت نه دی ورکړی، چې په هغه وخت کې چې نوموړی د ولسمشر لومړی مرستیال وو او له داسې یوه کس چې د ده په باور مجرم وو، ولې لیدلي او همداراز ولې یې قانون پرې نه دی عملي کړی.

د ویلو ده، چې د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي پرون (شنبه د زمري په ۱۱مه) په کابل کې د ۱۰مېلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ د تولید یوه هوکړه لاسلیک کړه. هغه د دغې هوکړې د لاسلیکولو پرمهال ویلي، چې د یادې پروژې په پلي کېدو به افغانستان د انرژۍ د تولید له اړخه ځان بسیاینې ته ورسېږي.

نور خبرونه

رادیو