د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د دوشنبې په ورځ په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، خوست، پکتیا، او پکتیکا ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی. د باران کچه له ۱۰ تر ۲۵ ملي مترو پورې اټکل شوې.
د یادې ادارې په وینا، په سویل ختیزو، لویدیزو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو وړاندوینه شوې، چې چټکتیا به یې په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۵ کیلومټرو پورې وي.