د ماشومانو د ژغورنې صندوق د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو، مغذي خوړو او ابتدایی روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي د ستونزو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه سازمان ویلي، چې ډېرو خلکو ته لا هم دې خدمتونو ته لاسرسی ستونزمن دی.
یاد سازمان د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۲مه) وویل، چې د افغانستان په تر ټولو لرې پرتو سیمو کې کورنۍ د طبیعي پېښو او اقتصادي ستونزو له امله له ګڼو کړکېچونو سره مخ دي.
د ماشومانو د ژغورنې صندوق زیاته کړې، چې خلک ډېریو خدماتو ته لاسرسی نه لري. دغه بنسټ ویلي، چې د ناروغیو پروړاندې د ماشومانو د ساتنې، د ژوند د شرایطو د ښه والي او د ټولنو د زغم وړتیا د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.
د ماشومانو یاد ملاتړي سازمان په داسې حال کې اندېښنه څرګنده کړې، چې افغانستان دا مهال له سختې بېوزلۍ، پراخې بېکارۍ او د بهرنیو مرستو له پام وړ کمښت سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د روان کال له پیل راهیسې نږدې پنځه میلیونه کسان په ټول افغانستان کې د سختو سېلابونو او درنو واورې ښوېدو له امله زیانمن شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت هم د تېر کال د مرغومې په میاشت کې تایید کړې وه، چې له ۷۰ سلنه زیات د کلیوالو سیمو خلک ابتدایي او ثانوي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري او له ۴۰۰ ولسوالیو څخه یوازې په ۹۳ ولسوالیو کې روغتونونه موجود دي.
اخوا، د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) بیا په تازه مورد کې ویلي، چې افغانستان د هغو هېوادنو په کتار کې دی چې د لوږې له جدي ناورین سره مخامخ دی. د دغه بنسټ په خبره، په افغانستان کې له هرو پنځو کسانو یو یې په دې نه پوهېږي چې خواړه به له کوم درکه پیدا کوي.
د خوړو نړۍوال پروګرام د افغانستان دفتر زیاته کړې، چې دغه وضعیت د اوږدو جګړو، اقتصادي کړکېچ، فقر، بېوزلۍ، وچکالۍ او ناببره طبیعي افتونو له کبله رامنځته شوی دی.
د یاد پروګرام د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې درې نیم مېلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، له خوار ځواکۍ سره مخامخ دي چې دا د تېرکال پرتله د پام وړ زیاتوالی ښیي.