د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، چې د کابل ښار په کمپنۍ سیمه کې یې پر ۲۱ جرېبه ځمکه د لویدیزو ولایتونو لپاره د معیاري ترانسپورټي اډې د جوړولو چارې پیل کړې دي.
یاد وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، چې د اډې جوړولو چارې به په څلور میاشتو کې بشپړې شي.
د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند د پروژو د پلان جوړونې، څېړنې او تطبیق رییس محمد رستم حفیظیار وايي:«موږ د غوره ترانسپورټي خدماتو لپاره په هر ولایت کې دوه یا درې پروژې لرو. زموږ ټولې پروژې د ټرانسپورټ وزارت له خپلې داخلي بودجې څخه تمویلیږي.»
یاد وزارت ویلي، چې په دې پروژه کې د مسافرو لپاره د انتظار ځای تر څنګ د اوبو رسولو سیسټم، د موټرو لپاره سیوری او نورې اسانتیاوې هم په پام کې دي.