سواچ شرکت د امریکا د لوړو تعرفو پروړاندې د سویس حکومت د بېړني اقدام غوښتنه وکړه

۳ ساعتونه مخکې

د نړۍ له مشهورو ساعت‌ جوړونکو شرکتونو څخه سواچ (Swatch) د سویس له فدرالي حکومت څخه غوښتي، چې د امریکا د نوې تعرفې له امله د رامنځته کېدونکو اقتصادي زیانونو د مخنیوي لپاره «بېړني او جدي اقدامات» وکړي.

د سواچ اجراییوي مشر نیک هایک د دوشنبې په ورځ (د زمري ۱۳مه) له رویټرز خبري اژانس سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د امریکا له خوا د ۳۹سلنې نوې تعرفه به د سواچ محصولاتو بیې لوړې کړي، چې له امله‌یې شرکت له ستر مالي فشار سره مخامخ دی.

هایک زیاته کړې: «موږ هڅه کړې چې د خپلو محصولاتو یوه برخه ژر تر ژره امریکا ته صادر کړو او بیې مو په محدود ډول (۵سلنه) لوړې کړو، خو که دا نوې تعرفه عملي شي، د روان وضعیت دوام به ډېره ستونزمنه شي.»

سواچ اندېښنه لري، چې دا نوې تعرفه به نه یوازې د دوی عواید کم کړي، بلکې د ساعتونو نړۍوال رقابت کې به د سویس ځای هم اغېزمن کړي.

سویس چې د لوکسو ساعتونو یو له تر ټولو لویو صادرونکو هېوادونو څخه دی، د امریکا بازار ورته ځانګړی اقتصادي ارزښت لري. دا بازار د سویس د ساعت‌ صادراتو شاوخوا ۱۶سلنه برخه جوړوي او له همدې امله هر ډول مالیاتي خنډونه کولی شي، چې پر صادراتو مستقیم اغېز وکړي.

ټاکل شوې، چې د امریکا د نویو تعرفو تطبیق له راتلونکې پنجشنبې څخه پیل شي. دا اقدام د امریکا له خوا د یو لړ اقتصادي سیاستونو برخه ده، چې د وارداتي محصولاتو د تنظیم لپاره عملي کېږي.

د سویس حکومت اعلان کړی، چې د خبرو اترو لپاره چمتو دی او له واشنګټن سره د نویو تجارتي هوکړه ‌لیکونو په اړه د نویو وړاندیزونو پر چمتو کولو کار کوي.

اقتصادي شنونکي باور لري، چې که چټک ډیپلوماټیک اقدامات ونشي، د سویس د ساعت جوړونې صنعت به د اوږدمهاله زیانونو سره مخ شي، په ځانګړي ډول هغه شرکتونه چې په امریکایي بازار تکیه لري.

نور خبرونه

رادیو