د ایران د تابیاد ولسوال ویلي، چې د روان کال له پیل راهیسې تر چنګاښ میاشتې پورې له دوغارون ګمرک څخه افغانستان ته د یو میلیارد او ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي لېږدول شوي دي.
د تایباد ولسوالی حسین جمشیدي د یکشنبې په ورځ وویل، چې په دې موده کې له ایران څخه ۴۷۴ زره او ۳۶۱ ټنه توکي افغانستان ته لېږدول شوي، چې له دې شمېرو د وزن له مخې، ۱۸ سلنه او د ارزښت له مخې ۵ سلنه زیاتوالی راغلی.
نوموړي ویلي، چې د روان کال په لومړیو څلور میاشتو کې د دوغارون له لارې افغانستان ته د ۲۸۴ میلیونه او ۲۹۶ زره ډالرو په ارزښت ۵۲۹،۰۱۶ ټنه توکي صادر شوي دي.
نوموړي ویلي:« دغه توکي د دوغارون سرحدي بازار، سرحدي ترمینل او ځانګړي اقتصادي زون څخه دې ګاونډي هېواد ته صادر شوي دي. په دې کې ۹۰ سلنه توکي هرات او پاتې نور یې د افغانسان نور ولایتونو ته صادر شوي دي.»
پر همدغه مهال د تایباد ولسوال ویلي، چې د افغانستان له لوري د روان کال تر چنګاښ میاشتې پورې د څه د پاسه ۶۴ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۴زره او ۷۲۵ ټنه توکي د دوغارون له لارې ایران ته وارد شوي دي.
د ایران د تایباد ولسوال وايي، له ایران څخه افغانستان ته په صادرو شویو توکو کې ساختماني مواد، خوراکي توکي، مېوې، سابه، ګول سیخ، نفت او مایع ګاز شامل دي او له افغانستان نه ساختماني ډبرې او نور توکي ایران ته په واردو شویو توکو کې شامل دي.
دغه ایراني چارواکي ویلي، چې دوغارون د ایران او افغانستان ترمنځ تر ټولو مهم اقتصادي بندر ګڼل کیږي او هره ورځ له دې بندره د موټر چلوونکو، مسافرو، سوداګرو او خدماتي کارکوونکو په ګډون ۴ زره کسان تګ راتګ کوي.