په غزه کې د لوږې له امله د مړو شمېر ۱۷۵ کسانو ته رسېدلی دی

۳۴ دقيقې مخکې

د غزې د روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شپږ نور کسان د لوږې یا خوارځواکۍ له امله مړه شوي، چې له دې سره د دې ناورین د قربانیانو شمېر ۱۷۵ تنو ته رسېدلی دی. د ورکړل شویو شمېرو له مخې، لږ تر لږه ۹۳ تنه قربانیان ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونه ټینګار کوي، چې اسراییل باید لا ډېرو ځمکنیو مرستو ته د داخلېدو اجازه ورکړي او دې سیمې ته بشپړ لاسرسی برابر کړي، څو د ۲.۲ میلیونه کسانو له لوږې مخنیوی وشي.
اسراییل بیا اعلان کړی، چې له نږدې دوو کلونو جګړې وروسته یې د غزې سیمې ته د سون توکو د داخلېدو اجازه ورکړې ده. د القاهره نیوز شبکې د راپور له مخې، دوه لارۍ چې لسګونه ټنه سون توکي لېږدوي، ټاکل شوې چې دغه سیمه ته داخل شي.
په فلسطین کې د اسراییل د دولت د فعالیتونو همغږې کوونکې اداره وایي، چې د ملګرو ملتونو څلور د سون توکو ټانکرونه غزې ته داخل شوي، څو د روغتونونو، نانواییو، عامه پخلنځیو او نورو حیاتي خدمتونو اړتیاوې پوره کړي.
یادې ادارې زیاته کړې، چې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې څه باندې ۲۳ زره ټنه مرستې چې په شاوخوا ۱۲۰۰ لاریو کې بار وې، غزې ته داخل شوي دي، خو سلګونه لارۍ لا هم د وېش مرکزونو ته نه دي لېږدول شوي.
د غزې د روغتیا وزارت وایي، د سون توکو کمښت د روغتونونو خدمتونه سخت ګډوډ کړي او ډاکټران یې اړ کړي، چې یوازې د سختو ناروغانو او ټپیانو درملنه وکړي.
له بلې خوا، د بلجیم د دفاع وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد هوایي ځواک د یکشنبې په ورځ د اردن په همکارۍ خپلې لومړنۍ مرستندویه کڅوړې غزې ته غورځولې دي.
له دې سره، فرانسې هم د جمعې په ورځ دې سیمې ته د ۴۰ ټُنه بشري مرستو هوایي لېږد پیل کړی و.

نور خبرونه

رادیو