د پولنډ د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د ناقانونه کډوالۍ د دوامداره اندېښنو له امله له جرمني او لیتوانیا سره د خپل لنډمهالي سرحدي کنټرول موده یې د راتلونکي اکټوبر میاشتې تر ۴مې نیټې غځولې ده.
د پولنډ د کورنیو چارو وزیر مارچین کیروییسکي د یکشنبې په ورځ د پولې د څار ادارو له چارواکو او والیانو سره تر یوې امنیتي غونډې وروسته ویلي، چې له جرمني او لیتوانیا سره یې د سرحدي پولو د کنټرول مودې غځولو پرېکړې په اړه اروپايي ټولنې ته هم رسمي خبرتیا لېږلې ده.
نوموړي زیاته کړې، د پولنډ ختیزه پوله د کډوالو تر فشار لاندې ده او د بلاروس او روسیې له لارې د کډوالۍ د لارو بندېدو له امله، کډوال اوس د اروپایي اتحادیې نورو برخو ته مخه کوي.