د روسیې او چین سمندري ځواکونه دا مهال په جاپان سمندر کې د توپخانې او اوبو ضد وسایلو تمرینونه کوي. ټاکل شوې دا مانورې تر سېشنبې دوام وکړي.
دا تمرینونه دوه ورځې وروسته له هغه ترسره کېږي چې ټرمپ اعلان وکړ، دوه اټومي اوبډوبونه (تحت البحري بیړۍ) یې مناسبو سیمو ته استولي دي.
ډونالډ ټرمپ دا اقدام د روسيې د پخواني ولسمشر دیمیتري میدویدیف له لوري د جګړې په تړاو د پاروونکو څرګندونو په غبرګون کې کړی.
انترفاکس خبري اژانس خبر ورکړی، چې روسي او چینایي جنګي بېړۍ د یوه ګډ تشکیلاتي کتار په بڼه حرکت کوي، چې یو لوی روسی اوبډوب او د چین دوه اوبډوب (تحت البحري) ضد بیړۍ پکې شاملې دي.
خبرې سرچینې زیاتوي، چې د دواړو هېوادونو ډیزلي-برېښنايي اوبډوب بیړۍ هم په تمرینونو کې برخه لري او د چینایي لوري د اوبډوب ژغورنې یوه بیړۍ هم پکې شامله ده.
انترفاکس وایي، روسي او چینایي سمندري سرتېري به په دې مانورو کې د ټوپ ډزې ترسره کړي، د اوبډوب ضد عملیاتو، هوايي دفاع ماموریتونو او د سمندر پر سر د ژغورنې ګډو عملیاتو تمرین به وکړي.
روسیه او چین، چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ میاشت کې یې د اوکراین د جګړې له پیل مخکې «بېسرحده ستراتیژیک مشارکت» لاسلیک کړی و، دا ډول تمرینونه په منظم ډول ترسره کوي. موخه یې د ګډې پوځي همغږۍ تمرین او احتمالي سیالانو (لکه امریکا) ته د خبرداري پیغام ورکول بلل شوي دي.
ولسمشر ټرمپ ویلي، د روسیې د جګپوړي مقام له خوا د احتمالي اټومي شخړې په اړه «شدیدې پاروونکې» څرګندونې د دې لامل شوې چې هغه د اټومي بیړیو د ځای پر ځای کولو امر وکړي.