د اسراییل د ملي امنیت وزیر ایتامار بنګویر د یکشنبې په ورځ د اقصی جومات انګړ ته لاړ او ادعا یې وکړه چې هلته یې لمونځ کړی. فلسطین او سعودي عربستان دا کار په سختو ټکو غندلی دی.
اقصی جومات، چې مسلمانان یې خپله لومړۍ قبله بولي، د یوې پخوانۍ موافقې له مخې د اردن د مذهبي بنیاد (وقف) تر ادارې لاندې دی. د دغه توافق له مخې، یهودان کولای شي دې ځای ته لاړ شي، خو د لمانځه اجازه نه لري.
د بنګویر له لیدنې وروسته، د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وویل: «د اقصی جومات انګړ کې د وضعیت د ساتلو پالیسي نه ده بدله شوې او نه به بدله شي».
د یوه یهودي سازمان خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې بنګویر له یوې ډلې سره د اقصی په انګړ کې ګرځي. ځینې نورې ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې، ښيي چې نوموړی ښايي هلته لمونځ کوي.
دا لیدنه د یهودانو د ماتم د ورځې «تیشا باو» پر مهال شوې، چې د لرغونو یهودي معبدونو د نړېدو یاد پکې تازه کېږي.
د اقصی جومات ادارې، چې د یروشلم په زاړه ښار کې پر یوه غونډۍ موقعیت لري، ویلي چې بنګویر د هغو ۱۲۵۰ کسانو له ډلې و، چې انګړ ته تللي وو او د دوی په وینا، هلته یې «لمونځونه، نارې او ان نڅا هم کړې ده».
اسراییل په رسمي ډول د غیر مسلمانانو پر لمانځه د بندیز پالیسي مني. دا پالیسي په اقصی جومات کې د موجود وضعیت د خوندي ساتلو یوه برخه ده، خو بنګویر له وړاندې هم دا غوښتنه کړې چې یهودانو ته دې د لمانځه اجازه ورکړل شي.
بنګویر ویلي، هغه د غزې جګړه کې د حماس پر وړاندې د اسراییل د بریا او د اسراییلي برمته شویو کسانو د خلاصون لپاره دعا کړې ده. هغه یو ځل بیا غوښتنه کړې چې اسراییل دې ټوله غزه ونيسي.
د فلسطین ولسمشر محمود عباس ویاند نبیل ابوردینه د بنګویر لیدنه وغندله او ویې ویل چې دا عمل له سرو کرښو تېرېدل دي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت دا کړنه په سختو ټکو غندلې او وايي، چې دا ډول کړنې په سیمه کې شخړې لاهم زیاتوي.