د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، چې پاکستان او ایران د اوسنۍ درې میلیارده ډالرو دوه اړخیزې سوداګرۍ حجم ۱۰ میلیارده ډالرو ته لوړوي.
شهباز شریف وویل چې پاکستان او ایران دواړه په دې سره یوه خوله دي چې هیڅ ډول ترهګري نه شي زغملای.
شریف د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۲ هوکړه لیکونود تبادلې له مراسمو وروسته په ګډه خبري ناسته کې پر تهران د اسراییل بریدونه، چې د جون پر ۱۳مه ترسره شوي وو، وغندل او ویې ویل چې د پاکستان حکومت او ټول ۲۴۰ میلیونه وګړي یې دغه یرغل په کلکه ردوي.
هغه د جګړې پر مهال د وژل شویو ایراني جنرالانو، ساینسپوهانو او ولسي خلکو کورنیو ته تسلیت ووایه.
شریف زیاته کړه چې ایران د اسراییلي بریدونو پر وړاندې هوښیارانه او زړور غبرګون وښود او د توغندیزو بریدونو له لارې یې د اسراییل دفاعي سیستم ته تاوان ورساوه.
شهباز شریف وویل چې پاکستان او ایران دواړه په دې سره یوه خوله دي چې هیڅ ډول ترهګري نه شي زغملای.
د ایران ولسمشر پزشکیان د پاکستان د ولس، حکومت او پارلمان له ملاتړه مننه وکړه او وېې ویل چې دواړه ملتونه په دین، کلتور او تاریخ کې ژورې اړیکې لري. هغه د اقبال لاهوري له شاعرۍ هم یادونه وکړه او د اسلامي هېوادونو ترمنځ د یووالي پیغام یې وړاندې کړ.
پزشکیان وویل چې ایران پاکستان ته نه یوازې د ګاونډي، بلکې د ورور هېواد په سترګه ګوري.
نوموړي ۱۰ میلیارده ډالرو ته د اوسنۍ درې میلیارده ډالره سوداګرۍ حجم د لوړولو لپاره د دواړو لوریو هڅې وستایلې.