پاکستان د خوراکي توکو او درملو یوه جوپه، چې شاوخوا ۱۰۰ توکي پکې شامل دي، اردن ته استولې، چې د غزې لوږه ځپلو او جګړه ځپلو ته ووېشل شي.
د پاکستان د طبیعي پېښو مدیریت اداره وايي، دا مرستې په یوه ځانګړې الوتکه کې استول شوې او له دې وړاندې یې ۷۱۵ ټنه نورې مرستې هم لېږلې دي.