د «علین» اکادمۍ ټکواندوکارانو چې د احمد مصطفی علین تر څارنې لاندې فعالیت کوي، د اسلاماباد په «ITA Taekwondo Champion» سیالیو کې ۱۴ د سر و، سپینو او برونزو مډالونه وګټل. دغه ورزشکاران چې تر ۱۷ کلنۍ کم عمره کسانو په کټګوریو کې راځي، نجونو او هلکانو له خپلو سیالانو سره سیالۍ وکړې.
دغه سیالۍ د شنبې په ورځ (د زمري ۱۱مه) د ۲۵ ټیمونو او د څه باندې ۳۵۰ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې. د افغانستان استازو وکولای شول ۸ د سرو زرو، ۲ د سپینو زرو او ۴ د برونزو مډالونه ترلاسه کړي.
د تر ۱۷ کلنۍ کم عمره نجونو په کټګورۍ کې:
نسترن فیضزاد او اویژه، د سرو زرو مډال
نازنین رحیمي، د سپینو زرو مډال
الهام رحیمي، د برنز مډال
د نویو ځوانانو په کټګورۍ کې:
مهنا ندیم او مهتا ندیم، دوه د سرو زرو مډال
د تر ۱۷ کلنۍ کم عمره هلکانو په کټګورۍ کې:
مصطفی انوري او عليسینا انوري، د سرو زرو مډال
احمد دلېر شاهین، د سپینو زرو مډال
عبدالله، د برنز مډال
د نویو ځوانو هلکانو په کټګورۍ کې:
حمزه د سرو زرو مډال تر لاسه کړ او همداراز د دې کټګورۍ غوره مبارز وپېژندل شو.
حنیف او الیا ندیم د برونزو مډالونه وګټل او مبشر د سپینو زرو مډال ترلاسه کړ.
د دې سیالیو په پای کې احمد مصطفی علین چې په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان د نویو ځوانانو د ټکواندو ملي ټیم غړی و، د پاکستان د ټکواندو ملي ټیم د نوموتي ایراني سرمربي یوسف کرمي له لوري وستایل شو.
افغان ورزشکاران په ځانګړي ډول د «علین» اکاډمۍ نجونې باور لري، چې په ورته سیالیو کې ګډون کول د استعدادونو د ودې لپاره نوې زمینې برابروي او هغوی له محرومیتونو څخه لرې ساتي.