د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د تفتیش او څارنې رييس عبدالحمید حماد د کابل ښار د ټولو اتحادیو له غړو سره په کتنه وویل، له دې وروسته باید د ودونو په ټولو تالارونو او هوټلونو کې د ښیځینه مراجعینو لپاره ځانګړي ځایونه جوړ کړل شي.
نوموړي همداراز وویل، په هوټلونو کې ښځینه برخې ته د ډوډۍ وروړلو او نورو اړتیاوو د پوره کولو لپاره باید ښځینه کارکوونکې وګومارل شي.
عبدالحمید حماد په دغې غونډه کې چې د یکشنبې په ورځ (د زمري۱۲مه) جوړه شوې وه، زیاته کړه چې د ودونو او نورو خوښیو پر مهال دې د موسیقي له غږولو او هر ډول نشه یي موادو له کارولو ډډه وشي.
نوموړي یو ځل بیا په ډاګه وویل، ټولو تفریحي پارکونو او په تفریحي ځایونو کې هوټلونو ته د ښځینه وو ورتګ په بشپړ ډول منع دی او له دې وروسته هېڅ ښځینه نه شي کولی، چې تفریحي پارکونو ته ولاړې شي.
د دغه وزارت د پالیسۍ او مسلکي مرستیال بیا په دې غونډه کې وویل، کفار هڅې کوي چې په اسلامي ټولنو کې اسلامي کلتور او حجاب له منځه یوسي او پر ځای یې خپل غربي کلتور دود کړي.
نوموړي همداراز زیاته کړه: «مخنیوی یې زموږ او ستاسې ګډ مسوولیت دی او په کار ده، چې له کفارو څخه د نظامي ازادۍ تر څنګ فرهنګي او عقیدوي ازادي هم واخلو.»
دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یادې ډلې د ښځو پر وړاندې سخت قوانین وضع کړي او د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې یې د زده کړو ټولې دروازې بندې کړي دي.
د دې ترڅنګ دغې ډلې د ښځو په کار کولو، له محرم او حجاب پرته په ګرځېدو، سیاسي او ټولنیز مشارکت او تفریحي ځایونو ته په تګ بندیزونه لګولي دي.
که څه هم د طالبانو دغه چاره په کور دننه او بهر کې له سختو غبرګونونو سره مخ شوې ده، خو لا هم دغه ډله په خپل دریځ ولاړه ده.
د یو شمېر راپورونو له مخې، د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو خپلمنځي اختلافات ښایي د یوې بشپړې شخړې لامل شي، ځکه د هبت الله د کابینې ډېری لوړپوړي وزیران د ښځو د زده کړو په تړاو د نوموړي له دریځ سره مخالف دي.