طالبانو په کندهار کې ۹ کسان د حیواناتو د ناقانونه ښکار په تور نیولي دي

۲ ساعتونه مخکې

طالبانو په کندهار ولایت کې ۹ کسان د حیواناتو د ناقانونه ښکار په تړاو نیولي دي.
په کندهار کې د طالبانو د چاپېریال ساتنې ریاست د طبیعي میراثونو د ساتنې ادارې چارواکي وایي، چې له دې کسانو څخه د ښکار کولو وسایل هم ترلاسه شوې دي.

د دوی په وینا، نیول شویو کسانو په لیکلې توګه ژمنه کړې چې له دې وروسته به د حیواناتو له ښکار کولو ډډه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د «وژنې، غلا او مرغانو د قاچاق» په تور یې ۱۸ کسان نیولي دي.
د دغه وزارت په وینا، دا کسان په لغمان، هرات، نیمروز، بلخ، خوست او بغلان ولایتونو کې نیول شوي دي.

نور خبرونه

رادیو