طالبان: د کډوالۍ نړۍوال سازمان دې بشري مرستې په تدریجي ډول پر بنسټیزو پروژو واړوي

۳ ورځې مخکې

له پېښو سره د طالبانو د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې رییس نورالدین ترابي د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان د عمومي رییس د دفتر له رییس محمد عبدیکر او پلاوي سره د لیدنې پر مهال غوښتنه کړې، چې بشري مرستې په تدریجي ډول پر بنسټیزو پروژو واړوي.

د دغې ادارې سرپرست نورالدین ترابي زیاته کړه، افغانستان له اقلیمي بدلونونو سخت اغېزمن شوی او د دوی اساسي لومړیتوب هم د بنسټیزو او وقایوي پروژو پلې کول دي.

ترابي همداراز د بادغیس ولایت د وچکالۍ د اغېزو یادونه وکړه او ویې ویل، چې په دغه ولایت کې ۴۱ کلي د اوبو له زیات کمښت سره مخ دي او باید ژر تر ژره ورته رسېدنه وشي.

له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان د عمومي رييس د دفتر ريیس محمد عبديکر وویل، دغه سازمان به د دغې ادارې له لومړیتوبونو ملاتړ ته دوام ورکړي او د هغو د تحقق لپاره به هر اړخیزه هڅه وکړي.

نور خبرونه

رادیو