طالبان وايي، چې ترکمنستان به ډېر ژر د تورغونډۍ پراختیا پروژه پیل کړي

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وایي، چې د ترکمنستان د رېل پټلۍ پلاوي مشر قربانوف سردار د هرات والي شیخ مولانا اسلام جار سره په لیدنه کې د تورغونډۍ پراختیا پروژې د ژر پیلېدو په اړه خبرې کړې دي.

د ترکمنستان د اورګاډي پټلۍ پلاوي مشر قربانوف سردار وویل، چې دوی به ډېر ژر د هنګرونو جوړولو کار پیل کړي. د ښاغلي سردار په وینا؛ د دغې پروژې کارکوونکي به ټول افغانان وي.

نور خبرونه

رادیو