ایران په دوغارون کې افغان کډوالو ته ۴ میلیارده ریال روغتیايي مرستې ویشلي دي

۱ ساعت مخکې

د ایران د تایباد ښار د سرې میاشتې مشر هادي رمضاني ویلي، چې ناقانونه افغان کډوالو ته یې افغانستان ته د ستنېدو پر مهال، د دوغارون پر پوله د څلور میلیارده او ۷۴۵ میلیونو ریالو په ارزښت روغتیايي مرستې وېشلي دي.

هادي رمضاني د شنبې په ورځ (د زمري ۱۱مه) ایرنا خبري اژانس ته ویلي:«یاد توکي په ۷۳۰ بستو کې د ناقانونه کډوالو کورنیو ته ورکړل شوي دي. په دې بستو کې صابون، شامپو، د غاښو کریم او برس، کاغذي دستمالونه، او نور توکي‌ شامل دي.»

نوموړي ویلي، چې په تېرو ۲۷ ورځو کې یې ۱۴۵۰ غیرقانوني کډوالو درملنه هم کړې ده.

رمضاني زیاتوي:«دا روغتیايي خدمات هره ورځ د ۸ نارینه او ښځینه روغتیايي کارکوونکو له لوري په ځانګړي ګرځنده مرکز کې وړاندې کېږي. دېر کډوال چې له ګرمۍ، غذايي مسمومیت، لوړ فشار او نورو بیړنیو ناروغیو سره مخ وه درمنله یې شوې ده.»

د راپورنو له مخې، ایراني چارواکي د دغه هېواد په ۱۱ ولایتونو کې ناقانونه افغان کډوال له نېولو وروسته د دوغارون له لارې بېرته افغانستان ته ستنوي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان کډوالو له ایران څخه د ستنېدو پرمهال ویلي، چې د دغه هېواد له خوايي یې ملکیتونه غصب شوي او افغانستان ته د دوی د وسایلو او توکو د انتقال اجازه نه ورکول کېږي.

نور خبرونه

رادیو