تازه خبر

د لڼدې مودې لپاره د حنفي پر سفر د بندیز لېرې کېدل؛ نوموړی د درملنې په موخه دوحې ته ځي

۱ ساعت مخکې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا خبر ورکړی چې د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي پر سفر بندیز یې د لنډمهالې مودې لپاره لېرې کړی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا شنبه (زمري ۱۱مه) پر خپله‌ اېکس‌پاڼه لیکلي چې د حنفي پر سفرونو بندیز یې د روان کال د اګست میاشتې له ۱۴مې نه تر ۳۱مې پورې لېرې کړی دی. حنفي د قطر مرکز دوحې ته ځي او د سفر موخه يې طبي درملنه بلل شوې ده.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، ملګرو ملتونو د دغې ډلې د یو شمېر چارواکو پر سفر بندیزونه لېرې کړل چې د ښځو او بشري حقونو فعالانو غبرګونونه یې راوپارول.

نور خبرونه

رادیو