د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد مېرمن شیریل بینارډ وايي، چې له خلیلزاد څخه یې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په اړه اوریدلي چې هغه یو وطنپال انسان دی او د هېواد د پرمختګ لپاره قوي پلانونه لري.
هغې د شنبې په ورځ (د زمري ۱۱مه) پر اېکس پاڼې لیکلي: «ما له ښاغلي خلیلزاد څخه د ملا برادر په اړه اورېدلي، چې هغه وطنپال دی او د افغانستان د پرمختګ لپاره قوي پلانونه لري.»
د زلمي خلیلزاد مېرمن شیریل بینارډ له خپل اېکس یادښت سره د خپل خاوند زلمي خلیلزاد او طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر انځور ترڅنک د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي د نن ورځې انځور خپور کړی چې په کابل کې د ۱۰ مېلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ د تولید پروژې د هوکړې لاسلیک کېدو پرمهال اخیستل شوی دی.
نوموړې د یادې برېښنا پروژې په اړه څه نه دي لیکلي خو ښایي د دې څرګندونو څخه یې موخه د دې پروژې ستاینه وي.
د زلمي خلیلزاد مېرمن شیریل بینارډ خپل اېکس یادښت کې ویلي:«د نړیوالې ټولنې لخوا پر طالبانو یو اړخیز بندیزونو ته طالبان تسلیم شوي نه دي او مهم اقتصادي ګامونه یې پورته کړي دي.»
هغې دا هم لیکلي، که نړۍ د طالبانو په وړاندې انعطاف وښيي، نو دا ممکنه ده چې طالبان به خپله همکاري پراخه کړي او افغانستان به نور هم په مثبت ډول اداره کړي.
له دې وړاندې په غويي میاشت کې د زلمي خلیلزاد مېرمن شیریل بینارډ په یوې مقاله کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د ستنېدو په تړاو د افغان کډوالو او د هغوی د ملاتړکوونکو بنسټونو اندېښنې «بېبنسټه» بللي وې او ویلي و، چې افغانستان ته دې له ستنېدو نهوېرېږي.
نوموړې په خپره شوې مقاله کې د افغان ښځو او نجونو پر زدهکړو بندیز «د نهمنلو وړ او د دیني اساس نهلرونکی» بللی و، خو د ښځو د ځپلو په تړاو یې د رسنیو راپورونه رد کړي و، چې د نوموړې دا مقاله د افغان مېرمنو د حقونو فعالانو له سخت غبرکونونه سره مخ شوې وه.