د طالبانو ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په خپل کاري دفتر کې له عزیزي ګروپ مشر او پانګوال میرویس عزیزي سره کتلي.
ناسته کې ملابرادر ویلي چې د ملاهبت الله د فرمان له مخې پانګوالو او سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې او کورنيو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړل شوی.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن (د زمري ۱۱مه) پر اېکس پاڼې لیکلي، چې په دې لیدنه کې ملا عبدالغني برادر په افغانستان کې د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید په برخه کې د عزیزي انرژي ګروپ د لس میلیارد ډالره پانګونې هرکلی وکړ.
طالبانو د برادر په حواله لیکلي چې نوموړي میرویس عزیزي ته د دې ډلې له لورې د همکارۍ پوره ډاډ ورکړي او ورته یې ویلي چې اوسمهال په هېواد کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
میرویس عزیزي هم ویلي چې له دې لس زره میګاواټه برېښنا سره به د هېواد صنعت او کرنه وده وکړي او ډېر کاري فرصتونه به رامنځته کړي.
عزیزي دا هم ویلي چې کابل کې د سرطاني ناروغیو د درملنې په موخه په ټولو معیارونو برابر د روغتون چارې به ژر پیل شي.