طالبانو په غزني کې د «خوشحال» راډیو مسوول له درې میاشتني بند وروسته ازاد کړ

۳ ساعتونه مخکې

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي په غزني کې د «خوشحال» راډیو مسوول مدیر سلیمان راحل د درې میاشتني بند له تېرولو وروسته له زندانه ازاد شو.

یاد مرکز لیکلي چې راحل د غزني ښار ابتداییې محکمې په یوه غیرعلني محکمه کې د طالبانو پر ضد د تبلیغاتو په تور په درې میاشتني بند محکوم شوی و.

د افغانستان د خبریالانو مرکز نن شنبه (د زمري ۱۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ددې خبریال په حواله لیکلي، چې په غزني کې د «خوشحال» راډیو مسوول مدیر سلیمان راحل د طالبانو د غزني استخباراتو له خوا د خپلو وروستیو فیسبوکي پوستونو له امله نیول شوی و. په دغو پوستونو کې راحل د خلکو د ټولنیزو ستونزو او ننګونو، لکه د اقتصادي فقر د زیاتوالي په اړه لیکلي وو.

د خبریالانو مرکز ته نوموړي خبریال زیاته کړې، چې د غزني ولایت د استخباراتو مسوولین د خلکو د ستونزو انعکاس د عامه ذهنیتونو راپارونه او د حکومت پر ضد تبلیغات ګڼي.

تر دې دمه طالبانو او ددې ډلې د غزني استخباراتو ریاست د دې سیمه‌ییز خبریال د خوشې کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۱۰ خبریالان یا د رسنیو کارکوونکي اوس مهال په افغانستان کې بندیان دي یا د خپل بند موده تېروي.

نور خبرونه

رادیو