دوه افغان پناه غوښتونکي چې احمد ملاخېل او محمد کبیر نومېږي، په میډلینډز کې پر یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تیري په تور تورن شوي دي.
د برېتانوۍ ډیلي مېل د راپور له مخې، ادعا کېږي چې احمد ملاخېل د جولای په ۲۲مه د سې شنبې په ورځ له خپل یوه ملګري سره پر یادې نجلۍ جنسي تېری کړی دی.
دواړه افغانان ۲۳ کلن په ګوته شوي او ویل کېږي، چې محمد کبیر د جنسي تیري کوونکي ملتیا کوله او همداراز د نجلۍ د زندۍ کولو او تښتونې په تور تورن شوی او قرباني لا هم تر درملنې لاندې ده.
د میډلینډز پولیسو د پېښې د ځای پولیسو ته سپارښتنه کړې، چې د دغو دوو تورنو کسانو هویت او ځای ځایګی افشا نه کړي ځکه کېدای شي په ټولنه کې کړکېچ زیات شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت په نونیټن ښار کې د کډوالو په یوه هوټل کې یو کډوال د یوې نجلۍ د جنسي ځورونې په تور تورن شوی و، چې له امله یې هلته تاوتریخجن لاریونونه وشول. اوس هم ځایي پولیس هڅه کوي، چې د تورنو کسانو د هویت پټ ساتلو له لارې د ورته پېښو مخنیوی وکړي.
د ډيلي مېل د راپور له مخې، احمد ملاخېل د تېرې شنبې په ورځ یعنې له پېښې ۴ ورځې وروسته نیول شوی او یو ځلې هم محکمې ته حاضر کړای شوی او د هغه ملګری محمد کبیر بیا د تېرې پنجشنبې په ورځ نیول شوی دی.
دغه دوه کسان به د روانې اګست میاشتې تر ۲۶مې په توقیف کې وي او بیا به محکمې ته وړاندې شي.