ځانګړی

د نجونو له زده کړو د نانځکو تر پلور د طالبانو بندیزونه؛ په کندهار کې د نانځکو پلور منع شو

۲ ساعتونه مخکې

یوشمېر سرچینو له کندهاره افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې طالبانو په دغه ولایت کې د نجونو د لوبو لپاره د جوړو شویو نانځکو یا وړو ناوکیو کاروبار غېراسلامي عمل بللی او پر پلور یې بندیز لګولی دی.

د سرچینو په خبره، طالبانو له پلورنځیو نانځکې راټولې کړي او پلورونکي یې ګواښلي، چې تر دې وروسته دا "بت‌نما شکلونه" خرڅ نه‌کړي.
طالبان چې د (اسلامي امارت) تر نامه لاندې په افغانستان واکمن دي، د شریعت د تفسیر له مخې وایي، نانځکې "بتان" دي او له همدې امله باید نه جوړې، نه خرڅي او نه هم وکارول شي.
که څه هم د کندهار د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست له لوري د دې بندیز رسمي اعلان نه دی شوی، خو هټۍوالو ته په شفاهي ډول ویل شوي چې له دې وروسته د نانځکو د پلور اجازه نه لري.
یوه هټۍوال له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خپلو څرګندونو کې ویلي: «طالبانو موږ ته ګواښ وکړ چې که د نجونو لپاره ناوکیانې یا نانځکې وپلورو، نو هټۍ به مو وتړي. هغوی په ښکاره ډول خبرداری راکړ او یو شمېر هټۍوال یې هم وګواښل. د دې تر څنګ، طالب چارواکو د ځینو هټۍوالو له پلورنځیو څخه ناوکیانې او نانځکې هم له ځانه سره یووړې. دا کار نه یوازې زموږ پر کاروبار منفي اغېزې کوي، بلکې زموږ د عاید یوه مهمه برخه هم له منځه وړې.»
د ماشومانو د روزنې متخصصین وایي، چې نانځکې یوازې د لوبو وسیلې نه دي، بلکې د ماشوم د ودې په بهیر کې خورا مهم رول لري. دوی باور لري چې نانځکې د ماشوم د شخصیت جوړولو، تخیلي ځواک پیاوړتیا، ژبنۍ ودې، ټولنیزو مهارتونو او احساساتي فهم په پرمختګ کې اساسي ونډه لري.
د دوی په خبره، ماشومان له نانځکو سره د لوبو پر مهال د کورنۍ، دوستۍ، پالنې او اړیکو مفاهیم زده کوي او دا ډول لوبې د هغوی د ذهني، عاطفي او ټولنیزې ودې لپاره یوه طبیعي او ضروري برخه ده. د نانځکو له لارې ماشوم خپل احساسات بیانوي، ستونزې تعبیر کوي او د ژوند د بېلابېلو حالتونو تمرین کوي، چې دا ټول د هغه د سالم شخصیت جوړېدو لپاره بنسټیز ارزښت لري.
یوه ښځینه ښوونکې جمیله په دې اړه وایي: «نجونې له نانځکو سره لوبې کوي، دا له هغوی سره مرسته کوي چې د کورنۍ، مینې، دوستۍ او اړیکو مفهوم زده کړي. دا یوه اروايي اړتیا ده، نه بت‌پرستي.»
طالبانو دغه بندیز په داسې حال کې لګولی، چې په کندهار کې ډېر کوچني پلورنځي د ماشومانو د لوبو وسایلو پلور پورې تړلي دي. دا بندیز نه یوازې نجونو ته ذهني تاوان رسوي، بلکې اقتصادي زیانونه هم له ځان سره لري.
سردار خان چې د لوبو توکي پلوري، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي: «زه له ډېر وخت راهیسې د لوبو شیان خرڅوم، خو اوس طالبانو راته ویلي چې د نجونو ناوکیانې که غټې وي یا کوچنۍ، باید له پلورلو یې ډډه وکړم. زما نیم توکي د نجونو د لوبو شیان وو، نو دا بندیز زما پر کاروبار ډېر منفي اغېز کوي.»
د نانځکو کاروبار یوازې د پلورنځیو دننه پلور نه دی، بلکې دا له وارداتو، ټرانسپورټ، ګودامونو او خرڅلاو سره تړلې یوه پراخه اقتصادي کړۍ ده.
له دې سره، د طالبانو دا پرېکړه د ښځو د رول او هویت پروړاندې د یوه پراخ ذهنیت غځونه هم ګڼل کېږي.
په کندهار کې یوه پخوانۍ مدني فعاله وایي: «زموږ پر نجونو له پخوا راهیسې په ګڼو برخو لکه ښوونځیو، پارکونو، او د سندرو ویلو او اورېدو بندیزونه لګول شوي و او اوس د نانځکو پر پلور او کارونې هم بندیز لګېدلی. دا په اصل کې د ښځې د موجودیت پر ضد عمل دی.»
نوموړې وایي، طالبان ښځو ته کتل، ان د ښځینه بڼې موجودیت هم د فساد سبب ګڼي. دا بندیز هم هماغه تفکر ته پیاوړتیا ورکوي، چې ښځه باید یوازې پټه او غېرفعاله موجوده وي.
د یادونې وړ ده، چې د ماشومانو د لوبو وسایلو پر کارولو بندیزونه د ذهني فشار، احساساتي وروسته‌پاتوالي او د ځان‌باورۍ د کمښت لامل ګرځي. نانځکه د نجونو لپاره د خپلو احساساتو د څرګندولو یوه مهمه وسیله ده.
د طالبانو له خوا په کندهار کې د نانځکو بندیز، که څه هم د هغوی له نظره د دیني ارزښتونو د دفاع یوه هڅه بلل کېږي، خو دا یوه داسې پرېکړه ده چې پر ماشومانو، نجونو، کورنیو، اقتصاد او ټولنه ژورې منفي اغېزې لري.

نور خبرونه

رادیو