د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره: له پاکستانه د افغانانو د اېستلو درېیم پړاو د اندېښنې وړ دی

۴ ساعتونه مخکې

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR) له پاکستانه د ناقانونه بهرنیو وګړو د بېرته ستنونې د درېیم پړاو د پیل په اړه خپله ژوره اندېښنه او خواشیني څرګنده کړې ده.

دغې کمېشنرۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، افغانستان ته د خوندي ستنېدو په برخه کې ډېرې ستونزې شته او زیاته کړې یې ده، چې د دغې موضوع په تړاو به د پاکستان له حکومت سره خپلو خبرو ته دوام ورکړي او د حمایوي اقداماتو غوښتنه به وکړي.

یادې ادارې زیاته کړې، داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې پاکستان د غېرقانوني بهرنیو وګړو د بېرته ستنولو د پلان درېیم پړاو پیلوي، خو د دغې پرېکړې په تړاو نور څه نه دي ویل شوي او په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هڅې کوي، چې د دغې پرېکړې او د هغې د تطبیق د لارو چارو په اړه نور جزییات ترلاسه کړي.

د ویلو ده، چې د خېبرپښتونخوا په مرکز پېښور کې چاپېدونکو ډېری ورځپاڼو نن (شنبه) په خپلو لومړنیو مخونو کې د افغان کډوالو د اېستل کېدو په تړاو حکومتي اعلانونه خپاره کړي دي. په دې اعلانونو کې له ملګرو ملتونو سره ثبت پي‌اوار (PoR) کارټ‌لرونکو نه غوښتل شوي، چې ژر تر ژره ووځي.

د ځايي حکومت په دې خبرتیا کې ثبت شویو افغان کډوالو ته ویل شوي، چې د روان زېږدیز کال د جون پر ۳۰مه نېټه یې د استوګنې قانوني موده پای ته رسېدلې او نور باید خپلې کډې بار کړي.

نور خبرونه

رادیو