افغانستان بانک وايي هڅه کوي چې اسلامي بانکداري په نړۍوالو معیارونو برابره شي

پرون

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک وايي، د مالي ثبات لپاره اسلامي بانکداري پراخوي او هڅه کوي چې دغه بانکي سېسټم له نړۍوالو معیارونو سره په همغږۍ وده وکړي.

دغه بانک نن (شنبه، زمري۱۱مه) پر خپله اېکس‌پاڼه په یوه خپاره کړي بیان کې زباته کړې چې د افغانستان بانک د معاصرې بانکدارۍ له معیارونو سم د اسلامي بانکوالۍ پراختیا ته لومړیتوب ورکړی دی. په بیان کې راغلي چې پر بانکونو د خلکو د باور د پیاوړي‌کېدو لپاره یو لړ اقدامات شوي دي.

د افغانستان بانک په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې ځینو سوداګرو او پانګه‌والو له افغانستان انټرنشل- پښتو سره په خبرو کې د افغانستان د بانکوالۍ پر اوسني سېسټم سختې نیوکې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو