د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند وایي، ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ (د زمري په ۱۱مه) د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې د لسو میلیاردو ډالرو په ارزښت د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید تړون لاسلیک شي.
حمدالله فطرت پر اېکس پاڼه لیکلي: «دغه تړون د اوبو او انرژۍ وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ لاسلیک کېږي او هدف یې دا دی چې افغانستان د انرژۍ له وارداتي اړتیا خلاص شي او کورني ظرفیتونه وده ومومي.»
افغانستان که څه هم د بادي، لمریزې او اوبیزې برېښنا د تولید پراخ امکانات لري، خو اوسمهال شاوخوا ۷۵ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي. د اقتصادي شنونکو په وینا، دا چاره د هېواد پر ملي بودیجه دروند فشار راولي.
طالب چارواکي دا هڅه د هېواد د بنسټیزو سکتورونو د بیا فعالېدو یوه برخه بولي. خو دا لا روښانه نهده چې یاد تړون به کله عملي کېږي، تمویلوونکي یې څوک دي او خصوصي شرکتونه به د کومو تخنیکي او حقوقي شرایطو لاندې کار کوي.