د ایران او اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې پر وضعیت خبرې کړې

۱۰ ساعتونه مخکې

د عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شېخ عبدالله بن زاید ال نهیان له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره په ټلیفوني خبرو کې د سیمې پر روان وضعیت، دوه اړخیزو اړیکو او همداراز د ګډو همکاریو پر پراخولو خبرې کړي دي.

دواړو خواوو ټینګار کړی، چې د سیمه‌ییزو ستونزو د حل لپاره باید سیاسي لارو چارو ته لومړیتوب ورکړل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دواړو لوریو د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو برخو په ګډون په بېلابېلو برخو کې دوه‌اړخیزې اړیکې ارزولي او ټینګار یې کړی، چې دواړه هېوادونه باید له ټولو موجودو او احتمالي ظرفیتونو ګټه واخلي.

نور خبرونه

رادیو