له اصفهان څخه هره ورځ شاوخوا ۲ زره افغان کډوال شړل کېږي

۱۰ ساعتونه مخکې

د ایران د اصفهان ولایت چارواکي وايي، چې دا ولایت د افغان کډوالو یو له اصلي استوګنځایونو څخه دی، خو دا مهال له دې ولایته هره ورځ شاوخوا ۲زره افغان کډوال د ایران حکومت له لوري شړل کېږي.

د اصفهان ولایت د احصایو له مخې، نږدې ۶۰۰ زره افغان کډوال په دې ولایت کې ژوند کوي، چې له دې ډلې ۴۲۰تر ۴۳۰ زرو پورې یې له قانوني اسنادو پرته مېشت دي.

د ایران د دولتي خبري اژانس «ایسنا» د راپور له مخې، هره ورځ سلګونه بې اسناده افغان کډوال له دې ولایت څخه افغانستان ته ستنېږي.

دا اعلان داسې مهال کېږي، چې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وړاندې ویلي وو، چې د ایران حکومت یوازې په تېرو درې میاشتو کې شاوخوا ۱.۸ میلیونه افغانانپه زوره را شړلي دي.

په همدې حال کې، د بښنې نړۍ وال سازمانپه یوه تازه کمپاین کې له ایران څخه غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو د اخراج بهیر باید ژر تر ژره بند کړي او د هغوی د حقوقو درناوی وکړي.

د کډوالو چارو څارونکي سازمانونه او بنسټونه پر دې اند دي چې د ایران له خوا د افغان کډوالو د شړلو دا پراخ بهیر نه یوازې د بشري حقونو نقض دی، بلکې د افغانستان دننه بشري وضعیت نور هم کړکېچن کوي. افغانان چې ډېری یې د جګړو، بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله ایران ته تللي، اوس له سختو شرایطو سره مخ دي.

د یادونې وړ ده چې ایران له کلونو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی، خو د وروستیو میاشتو سیاسي او اقتصادي فشارونو، او د کورني امنیتي وضعیت له امله، دا هېواد د کډوالو د اخراج پالیسي نوره هم پراخه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو