په داسې حال کې چې د ټرمپ حکومت ادعا کړې، چې یو شمېر کډوال یې د درنو جرمونو له امله درېیمو هېوادونو ته شړلي، خو څېړنې ښيي چې لږ تر لږه پنځه تنه بېرته خپلو اصلي هېوادونو ته استول شوي دي. د یادو کسانو له ډلې دوه تنه له ویتنام، دوه تنه له لاووس او یو بل یې له مکسیکو څخه دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اراده لري، چې میلیونونه ناقانونه کډوال له دې هېواده وشړي. د هغه حکومت هڅه کړې، چې درېیمو هېوادونو ته د شړلو بهیر زیات کړي، په ځانګړي ډول د هغو محکومو مجرمانو لېږل، لکه سوېلي سوډان او اسواتيني ته چې دواړه افریقايي هېوادونه دي.
څه موده مخکې د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی و، چې دا مجرمان دومره خطرناک دي، چې ان خپل هېوادونه یې هم نه مني. خو له دې سره بیا د رویټرز راپور ښيي، تر هغه وروسته چې لیبیا ته د پنځو کډوالو د شړلو قضايي مخنیوی وشو، دغه کسان چې دوه تنه یې له ویتنام، دوه تنه له لاووس او یو بل یې له مکسیکو څخه وو، بېرته خپلو هېوادونو ته واستول شول.
د ټرمپ حکومت په دې وروستیو کې لسګونه کسان لکه سوېلي سوډان او اسواتيني ته شړلي دي؛ هغه اقدامات چې د بشري حقونو بنسټونو له لوري غېرانساني او غېرشفاف بلل شوي دي.
امریکايي چارواکي ادعا کوي، چې دغو کسانو د جنسي ځورونې او قتل په څېر جرمونه ترسره کړي او د عامه امنیت لپاره ګواښ بلل کېږي. د امریکا سترې محکمې د جون په میاشت کې حکومت ته اجازه ورکړه، چې د کډوالو د احتمالي زیان له څېړلو پرته، هغوی درېیمو هېوادونو ته وشړي.
د محکمې اسناد ښيي، ځینو دغو کډوالو خپل هېواد ته د بېرته تګ لپاره قانوني اسناد لرل، خو له دې سره سره درېیمو هېوادونو ته واستول شول. د ځینو هېوادونو کورنیو او حکومتونو څرګنده کړې، چې دوی هېڅکله له دغو کسانو د منلو انکار نه دی کړی. د بېلګې په توګه مکسیکو ټینګار کړی، چې خپل وګړی یې نه و رد کړی، خو هغه بیا هم سوېلي سوډان ته لېږدول شوی و.