د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد د انرژۍ پر سکټورونو د امریکا متحدهایالتونو نوي بندیزونه په کلکه غندلي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، دغه بندیزونه ناقانونه او ظالمانه دي او د ایران له خلکو سره د امریکا دښمني ښیي.
نوموړي همداراز د ایران په خاوره کې د امریکا او اسراییل وروستیو بریدونو ته په اشارې زیاته کړې، چې ایرانیان د دغو فشارونو پر وړاندې مبارزه کوي.
د بقايي په وینا؛ امریکا د یو اړخیزو وسیلو او اقتصادي فشار په کارونې سره د نړۍوالو قوانینو اصول مات کړي او باید د دغه کړنو مسوول وګڼل شي.