د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي، چې د کچالو د حاصلاتو د ساتنې لپاره په ټول افغانستان کې ۲۴۰ بې برېښنا زېرمې یا سړې خونې جوړي. دغه سازمان ویلي، د یادو زېرمو مالي لګښت نړیوال بانک ور کوي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي، چې هره زېرمه په ۲۴ متره مربع مساحت کې جوړیږي او تر ۳۰ مټریک ټنه پورې د کچالو د زېرمه کولو وړتیا لري.
دوی ویلي، چې د دې زېرمو په جوړېدو سره به د کرنیزو حاصلاتو ضایعات راکم شي.