د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي، چې د جولای په لومړیو کې د کانګو په شمالي کیوو ولایت کې د اېم۲۳ وسلهوالې ډلې لږترلږه ۱۶۹ بزګران او ملکي وګړي وژلي دي. دغه برید د روتشورو په سیمه کې د FDLR په نوم د روانډا مخالفو وسلهوالو پر ضد د عملیاتو پر مهال شوی دی.
ملګرو ملتونو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، ډېری قربانیان په خپلو کروندو کې پر کارونو بوخت بزګران وو او هغوی هېڅ ډول بېړنی امنیتي خوندیتوب نه درلود. د پېښې شاهدانو هم ویلي، چې اېم۲۳ جنګیالیو خلک د ډزو او چړو په ګوزاونو وژلي دي.
ورته مهال اېم۲۳ ډلې ویلي، چې د ملګرو ملتونو د ادعاوو په اړه څېړنه کوي. دې ډلې په وروستیو میاشتو کې د کانګو د خاورې لویه برخه نیولې ده.