سرګي لاوروف: هیله لرو چې د سوریې خلک له ننګونو بریالي شي او وضعیت عادي کړي

۱۲ ساعتونه مخکې

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف وایي، چې روسیه له ډېرو کلونو راهیسې د سوریې خلکو سره دوستانه اړیکې لري او په رښتینې توګه هیله لري چې د سوریې خلک د خپلو روانو ستونزو او ننګونو څخه بریالي راووځي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د سوریې وضعیت د نړیوالې سولې او ثبات لپاره ډېر مهم دی او باید هر ممکنه هڅه وشي چې دغه هېواد بیرته د عادي حالت او ثبات پر لور بېرته ورګرځي.
سرګي لاوروف، د سوریې د خلکو زغم او مقاومت وستایه او ټینګار یې وکړ چې نړیواله ټولنه باید د دې هېواد د بیا رغونې او پرمختګ په برخه کې ملاتړ وکړي.

هغه زیاته کړې، روسیې د سوریې سره په کلونو کلونو دوستي او ملاتړه کړی، او غواړي چې د دې هېواد خلکو ته د سولې او ثبات چاپېریال برابر شي، څو د اوږدې مودې جګړو او کړکیچونو وروسته عادي ژوند ته ستانه شي.

نور خبرونه

رادیو