خوست ولایت ته د اروپايي ټولنې شارژادافیرې ویرونیکا بوسکوویچ بوهار د خپل سفر پر مهال د طالبانو والي عبدالقیوم روحاني ته ډاډ ورکړی، چې په روغتیايي او نورو برخو کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
نوموړې د دغه سفر پر مهال د عامې روغتیا اړوند لابراتوار سره ۷مېلیونه یورو مرسته هم اعلان کړې.
د چهارشنبې په ورځ د (زمري ۸مه) د یاد ولایت رسنیز دفتر په خبرپانه کې راغلي، چې د اروپايي ټولنې د معلوماتو له مخې؛ په ۲۸ ولایتونو کې اوسمهال د دوی په مالي ملاتړ روغتیایي خدمتونه هم وړاندې کېږي. بوسکوویچ ویلي، چې دغه خدمتونه اړمنو وګړو ته وړاندې کېږي او د لا پراختیا لپاره یې هم ژمن دي.
په یاده ناسته کې د طالبانو او د اروپايي ټولنې ترمنځ له ګاونډیو هېوادونو څخه د ستنېدونکو کډوالو په تړاو هم خبرې شوې دي او بوسکوویچ ډاډ ورکړی، چې په دې برخه کې به هم له طالبانو سره خپلو ځانګړو همکاریو ته دوام ورکړي.
نوموړې زیاته کړې، چې د سرپناه، روغتیا، زدهکړو او نوور بنسټیزو خدمتونو په برخو کې به راستنېدونکو ته خدمتونه وړاندې کړي.
په خوست کې د طالبانو والي عبدالقیوم روحاني د اروپايي ټولنې مرستې ستایلې دي او له اغلې بوسکوویچ یې غوښتي، چې د بشري مرستو په برخو کې خپلې همکارۍ لا پراخې کړي. د هغه په خبره؛ یاد ولایت کې د مرستندویه ادارو د فعالیت لپاره په ښه شان زمینه برابره ده.
د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان له سختې لوږې، انساني ناورین، فقر، اقتصادي زوال او نړۍوالې انزوا سره مخ دی.
پرته له روسیې د نړۍ هېڅ هېواد له طالبانو سره رسمي تعامل نهلري او یو شمېر هېوادونه د خپلې مجبورۍ له امله ورسره اړیکې پالي. پر کابل د دغې واکمنې ډلې د بیان پر ازادۍ، ښځو، نجونو، ډیموکراټیکو او بشري ارزښتونو ته د نه درناوي له کبله خپل نړۍوال باور بایللی او ان نړۍوالو مرستندویه ادارو هم په کابل کې خپل دفترونه تړلي دي.