د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له فایننشل ټایمز سره په یوې مرکه کې ویلي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د مذاکراتو لاره «ډېره تنګه» شوې او متحدهایالات باید د دغه مذاکراتو تر بیا پیلېدو مخکې د «غرامت» پر ورکړې هوکړه وکړي.
هغه ویلي، چې د ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته حالت بېرته عادي نهشي ګرځېدای او زیاتوي: «امریکا باید دا څرګنده کړي، چې ولې یې د مذاکراتو په منځ کې پر ایران برید وکړ؟ باید تضمین ورکړي، چې په راتلونکي کې به دا کار نه تکراروي او موږ ته د رسېدلو زیانونو لپاره باید غرامت راکړي.»