اوکراین د هوايي ځواکونو یو افسر روسیې ته د جاسوسۍ په تور نیولی

AP ۱۴۰۴ زمری ۸

د اوکراین د کورني امنیت ادارې ویلي، چې د دغه هېواد د هوايي ځواکونو یو لوړپوړی افسر یې روسیې ته د اېف ۱۶ او میراژ جنګي الوتکو د ځایونو د افشا کولو په تور نیولی. اوکراین وايي، دغه افسر د اوکرایني جنګي الوتکو دقیق ځایونه، مهال وېش او ان د برېد تاکتیکونه روسیې ته سپارلي دي.

د اوکراین د کورني امنیت ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نیول شوی اوکرایني افسر د الوتنې ښوونکی دی او د تورن پوځي رتبه لري.

دوی ویلي، چې دغه افسر د روسیې د هوايي برېدونو په همغږۍ کې مرسته کړې، د الوتکو دقیق ځایونه، مهال وېش او ان د برېد تاکتیکونه یې روسیې ته سپارلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي:«د دښمن لومړیتوبونه هغه هوايي ډګرونه وو، چې F- 16, Su-24 او Mirage 2000 جنګي الوتکې پکې ځای پر ځای شوې وې.»

د اوکراین د کورني امنیت ادارې د نیول شوي جاسوس له نوم ښودلو پرته ویلي، چې نوموړي روسیې ته د اوکرایني هوايي ځواکونو د چارواکو، د هغوی د عملیاتو د تګلارو او تاکتیکونو په اړه هم معلومات سپارلي دي.

روسیې ته د جاسوسۍ په تور دغه اوکراینی پوځي په داسې حال کې نیول شوی، چې څو ورځې وړاندې هم د اوکراین امنیتي ادارو دوه چینايي وګړي نیولي وو او ګومان کېږي، چې د اوکراین د سمندري توغندیو د پروګرام په اړه یې جاسوسې کړې ده.

نور خبرونه

رادیو