په قطر کې د حــماس پر مشرانو تر برید ووسته چې تېره اونۍ ترسره شو، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سې شنبې په ورځ وویل چې قطر او متحده ایالات د دفاعي همکارۍ د یوې پراخې موافقې د نهايي کولو په درشل کې دي.
روبیو له تل ابیب نه د دوحې پر لور د تګ پر مهال وویل: «موږ له قطریانو سره نږدې ملګرتیا لرو. په حقیقت کې، موږ د ددفاعي همکارۍ یو پراخ شوی تړون لرو چې پرې کار کوو او اوس یې د بشپړېدو په درشل کې یو.»
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري وویل، روبیو د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره د دفاعي همکارۍ پر موضوعاتو خبرې کړې.
الانصاري وویل: «دغه (اسرایيلي) برید طبعاً، زموږ او امریکا تر منځ د یوه نوي ستراتیژیک دفاعي تړون اړتیا ګړندۍ کړه.»