شهباز شریف د قطر له امیر سره په لیدنه کې پر دوحې د اسراییل وروستی برید غندلی دی

AP ۱۴۰۴ وږی ۲۵

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د عرب او اسلامي هېوادونو د مشرانو غونډې په څنډه کې د قطر له امیر سره کتلي دي. د شهباز شریف او د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني له دفترونو په خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې دواړه مشرانو پر دوحې د اسراییل برید په کلکو ټکو غندلی دی.

د پاکستان لومړي وزیر ویلي، چې پر دوحې د اسراییل برید د نړۍوالو قوانیونو خلاف عمل دی او پاکستان په دې سخت وخت کې د قطر ترڅنګ ولاړ دی. په خبرپاڼو کې راغلي، چې په منځني ختیځ کې د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره د اسلامي هېوادونو ترمنځ لا نږدې او جدي همکاریو ته اړتیا ده.

نور خبرونه

رادیو