په قطر کې د طالبانو سفیر د الجزیرې شبکې د عربې څانګې له مشر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو فرهنګي همکاريو، د خبریالانو د روزلو او د رسنیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي.
دغه خبرې پر داسي مهال کېږي، چې طالبانو په افغانستان کې پر ډېرو کورنيو او بهرنیو رسنیو محدودیتونه زيات کړي.
په قطر کې د طالبانو سفارت د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۸مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی سفير سهیل شاهین د دغه هېواد د الجزیرې شبکې د عربي څانګې له مشر احمدالیافعي سره کتلي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې سهیل شاهین «د افغانستان د مثبتو بدلونونو، پرمختګونو او لاسته راوړنو د نړۍوال پوښښ په برخه کې د الجزيرې شبکې همکاري» مهمه وبلله.
طالبانو ویلي، چې د الجزيرې شبکې د عربي څانګې مشر هم په رسنیزه برخه کې د همکارۍ ډاډ ښودلی.
طالبان په داسې حال کې له نړیوالو رسنیو سره د همکارۍ خبرې کوي، چې دغه ډله له واک ته د بیا رسېدو راهیسې په پرلهپسې توګه په افغانستان کې پر کورنیو او بهرنیو رسنیو بندیزونه لګوي.
د خبریالانو او رسنیو د مسوولینو په خبره، ډېری وخت د دوی فعالیتونه د طالبانو د استخباراتو او نورو اړوندو ادارو له خوا تر سخت څار لاندې او کله کله ګوت څنډې هم کوي.
طالبانو پر رسنيو د بندیزونو سره سره خبریالان د کار پر مهال ګواښلي، وهلي، شکنجه کړي او ان زنداني کړي یې دي.
د رسنیو د ملاتړ بنسټونو په وار-وار له طالبانو غوښتنه کړې، چې پر رسنیو او خبریالانو لګول شوي محدودیتونه لري او معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې نړۍوال اصول مراعت کړي.