د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي چې، په هرات ولایت کې یې هغه ډله نیولې چې خلکو ته یې بې سده کوونکي توکي ورکول او وروسته به یې د هغوی شتمنۍ لوټلې. یاد وزارت وايي، له دغو غلو څخه تر اوسه ۲۰ تنو لوټل شویو کسانو شکایتونه کړي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د عملیاتو پر مهال له دې ډلې یو موټرسایکل، یوه اندازه نشهيي توکي او نغدې پیسې هم ترلاسه شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، له دغو غلو څخه تر اوسه ۲۰ تنو زیانمنو شویو کسانو شکایتونه کړي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په وینا، دریو زیانمنو له دوی مننه کړې او له خلکو یې غوښتي چې له ناپېژندو کسانو د خوراکي او څښاک توکو د اخیستو پر مهال ډېر پام وکړي.
له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، په هېواد کې اقتصادي بحران او بیکاري، بېسارې زیاته شوې ده.
د عوایدو د کمېدو، پانګونې د رکود او د مرستو د بندېدو له امله ګڼې کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
شنونکي وايي، د کار د نشتوالي او اقتصادي فشارونو له کبله په ښارونو کې د غلاوو کچه لوړه شوې ده.