ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې له بلخ او کندهار ولایتونو وروسته په هلمند، نیمروز او ارزګان کې هم د نوري فایبر انترنېټ خدمات فطع شول.
د انټرنېټ د خدماتو ځینې شبکې وايي، چې په کندوز، ننګرهار، خوست او فراه کې هم د نوري فایبر خدمتو د قطع کولو تصمیم نیول شوی.