د افغانستان د پښتو سینما وتلی ستوری علي ګل شیدا مړ شو

۲ ورځې مخکې

د افغانستان د پښتو سینما وتلی ستوری علي ګل شیدا چې د خپلې هنري هڅو له امله یې پراخ شهرت درلود، له اوږدې ناروغۍ وروسته نن مړ شو.

د نوموړي کورنۍ د هغه مړینه تاییدوي او وايي، چې علي ګل شیدا د زړه د حملې له کبله په روغتون کې بستر و، چې نن یې له دې دنیا سترګې پټې کړې.

د هغه د کورنۍ یوه غړي د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۸مه) پر انستاګرام د نوموړي له انځور سره لیکلي: «د افغانستان سينما تکړه، مهربان او محبوب هنرمند زما ملګری او ماما علي ګل شیدا له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.»

هغه چې په روغتون کې د زړه د حملې له کبله بستر وو، يو شمېر هېوادوالو یې د مالي لاسنیوي غوښتنه هم کړې وه.

علي ګل شیدا څه موده مخکې په یوې مرکه کې ویلي و، چې د افغان فلم ادارې سره یې له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې کار کړی.

شيدا په شاوخوا ۴۷ فلمونو کې کار کړی و.

هغه ویلي و، چې د خپل کار پر مهال يې هڅه کړې چې د افغانانو فرهنګ، مېلمه پالنه، ټولنيز ژوند، خاصیتونه او مثبت ټکي نړۍوالو ته وښيي.

د طالبانو د بیا واک ته رسېدو او د افغان فلم ادارې تر بندېدو وروسته، علي ګل شیدا د کورنیو اقتصادي ستونزو د حل په موخه د سړک غاړې ته په یوه لیړۍ کې مڼې پلورلې.

نوموړي څه موده مخکې د همدې کاروبار په اړه ویلي و: «خوښ يم چې د سړک پر غاړه مڼې پلورم، شرایط همداسي دي، ما وطن ته د خدمت هڅه کړې او بیا یې هم کوم د اوس لپاره زه په همدې خوښ یم، چې د غلا پر ځای حلال رزق پيدا کوم.»

د طالبانو تر واک لاندې ډېری افغان هنرمندان یا له هېواده وتلي او یا هم په غربت کې د ژوند شپې سبا کوي.

نور خبرونه

رادیو