مطیع‌الحق خالص: په هېواد کې د وچکالۍ له امله خلک داخلي کډوالۍ ته اړ شوي دي

۲ ورځې مخکې

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې رييس د ایران د چاپېریال ساتنې وزارت له مرستیال سره په کتنه کې وویل، اقلیمي بدلون یوه نړۍواله ستونزه ده چې نه یوازې افغانستان، بلکې ټوله نړۍ ورسره مخ ده او په وینا یې یو زیات شمېر افغانان هم د وچکالۍ له امله داخلي کډوالۍ ته اړ شوي دي.

دغې ادارې د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، مطیع‌الحق خالص د ایران د چاپیریال ساتنې وزارت له مرستیال لاهیجان زاده سره په کتنه کې زیاته کړې: «د اقلیمي بدلون له امله افغانستان سخت زیان لیدلی، وچکالي ډېره شوې او زموږ خلک د اوبو د کمښت او نشتوالي له کبله داخلي کډوالۍ ته اړ شوي او دا یو لوی بحران دی چې مدیریت یې سیمه‌ییزو او نړۍوالو همکاریو ته اړتیا لري.»

لاهیجان‌زاده په دې کتنه کې د اقلیمي بدلون پر منفي اغېزو، دوه اړخیزو همکاریو، د تجربو پر شریکولو او د افغان مسلکي کادرونو د روزنې په برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

نوموړي همداراز مطیع‌الحق خالص ته بلنه ورکړه، چې ایران ته سفر وکړي او مطیع‌الحق خالص هم د ایران له بلنې په مننې سره زیاته کړه، چې په یوه مناسب فرصت کې به ایران ته رسمي سفر وکړي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې په اقلیمي بدلون کې هېڅ اغېز نه‌لري، خو تر نورو ډېر زیانمن ګڼل کېږي.

نور خبرونه

رادیو