د غزې روغتیا وزارت پرون سېشنبه د ( زمري ۷مه) خبر ورکړی، چې د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۶۰زرو واوښت او نږدې ۱۴۵زره کسان بیا ټپیان شوي دي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې؛ ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.
له نړۍوالو هڅو سره، سره په غزه کې تاوتریخوالی دوام لري او هره ورځ له دغه ځایه د مرګ ژوبلې په اړه خبرونه خپرېږي.