په ننګرهار کې طالبانو پر «جنسي ځورونې» د یوې مدرسې تورن ملا له بنده خوشې کړی

۴ ساعتونه مخکې

سیمه‌ییزې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وایي، چې طالبانو د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې د یوه ۱۳ کلن ماشوم پر جنسي ځورونې تورن د یوې دیني مدرسې ملا تر یوې ورځې بند وروسته بېرته خوشې کړی دی.

باوري سرچینو چهارشنبه (د زمري په ۵مه) زیاته کړې، یاد ملا چې «مفتي ولي‌الله» نومېږي؛ د جلال‌اباد ښار د شپږمې ناحیې اړوند د خالص فامیلیو په سیمه کې د یوه ماشوم پر جنسي ځورونې تورن شوی و.

د سرچینو په وینا، که څه هم ځینو لومړنيو راپورونو د ماشوم د وژنې ادعا کوله؛ خو افغانستان-انټرنشنل ته تازه رسېدلي معلومات ښيي، چې ماشوم ژوندی دی او له سختې «روحي شکنجې» سره مخ شوی دی.

سرچینو زیاته کړې، چې طالبانو مفتي ولي‌الله د ماشوم د قهرجنې کورنۍ او خپلوانو تر شدیدو اعتراضونو وروسته یوې امنیتي حوزې ته وړی و؛ خو له یوې ورځې بند وروسته یې بېرته خوشې کړی دی. سرچینې وایي، دغه کس د طالبانو ملاتړ کوونکي او وژل شوي مفتي رحیم‌الله حقاني د پخوانیو شاګردانو له ډلې دی.

سرچینو همداراز زیاته کړې، چې نوموړی ملا د طالبانو قوي ملاتړ له ځان سره لري او د دغې ډلې د حج او اوقافو ریاست له‌خوا په دې مدرسه کې رسمي مقرر شوی دی.
سرچینې وايي، چې نوموړی تر دې وړاندې هم د جلال‌اباد ښار په یوې بلې مدرسه کې د څلورو نورو شاګردانو پر جنسي ځورونې تورن شوی و؛ خو د خلکو د پراخو اعتراضونو له امله له یادې مدرسې بدل شو.

د نوموړي د بیا خوشې کېدو په تړاو د طالبانو ځایي چارواکو تر اوسه څه نه‌دي ویلي؛ خو د ماشوم کورنۍ، خپلوانو او د سیمې خلکو د طالبانو د دې پرېکړې له امله ژوره اندېښنه ښودلې او د قضیې د بشپړې پلټنې او څېړنې غوښتنه کوي.

د بشري حقونو فعالان او د طالبانو د دیني مدرسو منتقدین وایي، دغه ډول پېښې ښيي چې د دیني مدرسو دننه د ماشومانو خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ دی او کورنۍ باید هېڅکله خپل ماشومان مدرسو ته ونه لېږي.

په جلاوطنۍ کې مېشت د بشري حقونو فعال شفیق‌الله (مستعار نوم) په دې تړاو وویل: «په مدرسو کې د ماشومانو خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ دی. دا لومړنۍ پېښه نه ده، تر دې مخکې هم په مدرسو کې دا ډول پېښې شوې دي او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د مدرسو اصلي څېره بربنډه شوې. زه له ټولو کورنیو هیله کوم، چې د خپلو ماشومانو خیال وساتي او مدرسو ته یې ونه لېږي.»

دا مهال په افغانستان کې د مدرسو کره شمېر نه دی معلوم؛ خو څه موده مخکې د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي و، چې په تېرو څو کلونو کې ۲۶۹ښوونځي او د اسلامي زده‌کړو نږدې ۲۳زره مرکزونه جوړ شوي دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دیني مدرسې ډېرې شوې دي او دغه ډله هڅه کوي، چې ان ښوونځي هم پر دیني مدرسو بدل کړي. د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د دیني مدرسو له فارغانو نه ازموینه اخلي او له بریالیتوب وروسته د خامسه دورې فارغانو ته د بکلوریا، د عالیه دورې فارغانو ته د لیسانس او د عالمیه دورې فارغانو ته د ماسټرۍ اسناد ورکوي.

د روان کال په غويي میاشت کې د طالبانو د عدلیې وزارت یو نوی قانون خپور کړی و، چې د مدرسو د تاسیس، تثبیت، د استادانو او کارکوونکو لپاره مقررات بیانوي. دغه قانون دوه فصلونه او ۱۴ مادې لري، چې د مدرسو د جوړېدو مرحلې، معیارونه، د زده‌کړو کچې، د طالبانو د جذب شمېر او د استادانو د ګومارنې شرایط تعریفوي.

نور خبرونه

رادیو