امریکايي او چینايي استازي وايي، چې په سویډن کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعرفو د کچې راکموالو په اړه د ۹۰ ورځنۍ مودې غځولو په سر هوکړې ته رسېدلي؛ خو امریکايي لوری بیا وايي، چې وروستۍ پرېکړه به د ټرمپ وي.
د امریکا د خزانې وزیر رسنیو ته په خبرو کې ویلي، چې له دوو ورځو راهیسې خبرې مثبتې وې او د دغه مودې د غځونې په اړه دواړه لوري سلا شوي؛ خو په دې اړه وروستۍ پرېکړه به د ټرمپ وي.
امريکا او چين هوکړه کړې وه، چې د ۹۰ ورځو لپاره به یو پر بل متقابلې تعرفې راکمې کړي.