د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني ویلي، هېواد یې هوډ لري چې د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي مجمعې په اتیایمه غونډه کې فلسطین په رسمیت وپېژني.
نوموړي زیاته کړې، اصلاحاتو ته د فلسطین د ژمنتیا لپاره د فلسطین د رسمیت پېژندنې په موخه د کاناډا نیت ډېر مهم دی.
کارني ویلي، په دغو اصلاحاتو کې د واکمنۍ بهیر اصلاح او له حماس پرته په ۲۰۲۶ کال کې د ټولټاکنو ترسره کېدل شامل دي.
هغه وایي، چې د چهارشنبې په ورځ یې د فلسطین له ولسمشر سره خبرې هم کړي او همداراز یې په ډاګه کړه: «دغه واقعیت چې اسراییل اجازه ورکړه په غزه کې ناورین رامنځته شي»، هم غندي.
د کاناډا لومړي وزیر همداراز په ډاګه کړه، چې د سترګو پر وړاندې یې د دوو خپلواکو فلسطیني او اسراییلي هېوادونو د جوړېدو امکان د لمنځه تلو په حال کې دی، خو په ټينګار سره یې وویل چې له خپلو شریکانو سره په همکارۍ به په یاده سیمه کې یاده طرحه چې د دوو خپلواکو هېوادونو جوړېدل دي، عملي کړي.
اسراییل د فلسطین د رسمیت پېژندنې په برخه کې د کاناډا د لومړي وزیر دغه څرګندونې غندلي او زیاته کړې یې ده، چې په حساسو شرایطو کې د کاناډا دولت د دریځ بدلون حماس ته د امتیاز ورکړې په معنا دی.
له دې سره سم، رویټرز خبري اژانس د سپينې ماڼۍ د یوه چارواکي له قوله لیکلي، د امریکا ولسمشر باور لري چې د فلسطین رسمیت پېژندنه حماس ته د امتیاز ورکړه ده او په وینا یې حماس ته باید دغه امتیاز ورنه کړل شي.