ټرمپ: ښايي د سوېلي افریقا په کوربه‌توب د جي۲۰ راتلونکې غونډه کې ګډون ونه‌کړم

۲ ورځې مخکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ښایي د سوېلي افریقا په کوربه‌توب د جي۲۰ په راتلونکې سرمشریزه کې کډون ونه‌کړي او د امریکا په استازیتوب به دغه ناستې ته یو کس واستوي.

ټرمپ تازه له سکاټلند څخه د ستنېدو پرمهال خبریالانو ته ویلي، چې دغه پرېکړه یې له افریقايي پالیسو څخه د ناخوښۍ له کبله کړې ده. ټرمپ ویلي: « ښایي دغې غونډې ته بل کس واستوم؛ ځکه له سوېلي افریقا سره ستونزه لرم، هغوی خورا بدې پالیسۍ لري.»

ټاکل شوې، چې د جي۲۰ غونډه به د روان کال په نومبر میاشت کې ترسره شي.

نور خبرونه

رادیو